د افغانستان حکومت د طالبانو خلاف اوربند لس ورځې نور تمدید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73504-د_افغانستان_حکومت_د_طالبانو_خلاف_اوربند_لس_ورځې_نور_تمدید_کړ
خبري سرچینو له طالب ډلې سره د افغانستان د حکومت د اوربند د لس ورځني یو اړخیزه تمدید خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2018 01:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت د طالبانو خلاف اوربند لس ورځې نور تمدید کړ

خبري سرچینو له طالب ډلې سره د افغانستان د حکومت د اوربند د لس ورځني یو اړخیزه تمدید خبر ورکړ.

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان حکومت له طالبانو سره شوی اوربند چې راتلونکې چارشنبه پاې ته رسیږي، د نورو لسو لپاره تمدید کړ.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ د وړوکي اختر د لمانځه له کولو وروسته له طالب ډلې سره د اعلان شوي اوربند د غځولو په اعلان سره دغه ډله یوځل بیا صلحې ته راوبلله او ویې ویل چې بین الافغاني خبرواترو ته چمتو دی.

په همدې لړ کښې د هرات د پولیسو قومندان په وړومبي ځل د مینځګړیتوب او د صلحې د ټینګولو په موخه د دغه ولایت د ځینو ولسوالیو ناامنو سیمو ته سفر کړی او له ځینو طالب مشرانو سره خبرې اترې کوي.