د افغانستان د مالیې وزير له خپلې دندې استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74022-د_افغانستان_د_مالیې_وزير_له_خپلې_دندې_استعفا_ورکړه
د افغانستان د مالیې وزیراکلیل حکیمي له خپلې دندې استعفا ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2018 08:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان د مالیې وزير له خپلې دندې استعفا ورکړه

د افغانستان د مالیې وزیراکلیل حکیمي له خپلې دندې استعفا ورکړه.

اکلیل حکیمي دا موضوع نن د یوې خبري غونډې پرمهال په ډاګه کړه او ویی ویل: (( د کورنۍ چارو ته د رسېدو لپاره می پرېکړه وکړه چې له خپلې دندې استعفا وکړم.))

نوموړي، له ولسمشرغني څخه د هغه د استعفا منلو په پار مننه وکړه او ویې ویل: (( نظام ته ژمن  او له حکومت سره همکار یو.))

حکیمي د مالیې وزارت له کارمندانوڅخه غوښتنه وکړه: (( هر کس چې ولسمشر د مالیې وزیر په توګه وړ وباله نو څرنګه چې له ماسره همکار وئ، له هغه سره هم همکاري وکړئ.))

اکلیل حکیمي چې د ولسمشرغني له لوري د مالیې وزير په توګه معرفی شوی و، د ۱۳۹۳ کال د سلواغې په اتمه، له ولسي جرګې څخه د ۱۲۸ رایو په ترلاسه کولو سره، د هېواد د مالیې وزیر په توګه ټاکل شوی و.