امارات افغانستان ته د صهیونیسټو پوځیانو په انتقال کښې لاس لري
ځینو رسنیو په نزدې راتلونکي کښې د اماراتي ځواکونو په جامه کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د لیږد خبر ورکړی دی.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د کابل چاپ ویسا ورځپاڼې په یو رپورټ کښې لیکلي دي: په عربۍ ژبه تسلط لرونکي کابو ۹۰ صهیونیسټ پوځیان به ډیر زر د اماراتي ځواکونو په جامه کښې افغانستان ته ولیږل شي.
دغې ورځپاڼې لیکلي دي: ټاکل شوې چې یا صهیونیسټ پوځیان د افغانستان په شمال او لویدیځ کښې د طالبانو خلاف د جنګ مدیریت په غاړه واخلي.
د افغانستان او اماراتو د حکومتونو ترمینځ د شوې موافقې له مخې ټاکل شوې چې دغه هیواد کابو ۲۰۰ پوځیان افغانستان ته ولیږي.
له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو د پوځي ملګرتیا بې مخینې زیاتیدا په افغانستان کښې د اماراتي پوځیانو د شتون د پټو اهدافو په هکله اندیښنې ډیرې زیاتې کړې دي.
په افغانستان کښې د اماراتو له پوځي شتون سره د افغان حکومت موافقې د ولسي جرګې د استازو تند غبرګونونه هم په ځان پسې لرلي دي او هغوي خپل حکومت ته د دې کار د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.