افغان ولسمشر: د صلحې غوښتنه اوس په ملي ولسي ارادې بدله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74163-افغان_ولسمشر_د_صلحې_غوښتنه_اوس_په_ملي_ولسي_ارادې_بدله_شوې
افغان ولسمشر اشرف غني په لوګر کښې د صلح غوښتونکو پر غونډې بريد غبرګون کې ويلي چې د سولې غوښتنه اوسمهال په ملي ولسي ارادې بدله شوې او څوک يې چې پر وړاندې درېږي، ناکام او شرمنده به وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 16:20 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر: د صلحې غوښتنه اوس په ملي ولسي ارادې بدله شوې

افغان ولسمشر اشرف غني په لوګر کښې د صلح غوښتونکو پر غونډې بريد غبرګون کې ويلي چې د سولې غوښتنه اوسمهال په ملي ولسي ارادې بدله شوې او څوک يې چې پر وړاندې درېږي، ناکام او شرمنده به وي.

د لوګر د څرخ ولسوالۍ په خواجه اسماعيل خېلو کلي کښې د سوله غوښتونکو په غونډه کې چاودنه شوې چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي چې د هېواد په اوسنيو حساسو او ټاکونکو شرایطو کې چې زموږ ټولنه د فتنې، بلوا او نفاق له څپو سره مقابله کوي او د سولې فعالانو مو د حق د لارې د دیني عالمانو په لارښوونه ټولنه د انسجام، همپالنې او ورورګلوۍ په لور په حرکت راوستې، د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان له دغو حرکتونو څخه وېرېدلي او هڅه کوي په دې ډول جنایتکارانه او تروریستي اعمالو د دغو سوله خوښو بهیرونو مخه ډب کړي.

اشرف غني د سوله خوښو فعالانو وژل کېدل لویه ضایعه بللې او په دغې ترهګريزې پېښې د ژورې خواشینۍ د څرګندولو پر مهال یې ويلي: "سوله اوس د ټول ملت په اساسي او لومړنۍ غوښتنې او ملي ولسي ارادې بدله شوې ده او هر څوک چې د دغې ملي ارادې پر وړاندې درېږي، ناکام او شرمنده به وي."