له بغلانه هم د صلحې کاروان کابل ته روان شو
د بغلان ولايت له مرکز پلخمري ښار څخه هم د صلح غوښتونکو يوه ډله پلې کابل ته روانه شوه .
تر دې مخکې له هلمند او پېښور څخه هم د صلحې پلي کاروانونه کابل ته رسېدلي او د کونړ کاروان لا کابل ته په لاره دے.
د بغلان ولايت د دغې ډلې ځوانان چې د صلحې په اړه ليکل شوي شعارونه له ځانه سره وړي وايي ، کابل کې به تر ارګه ولاړ شي او له ولسمشرڅخه به په هېواد کې د سولې خبرو د زرتر زره شروع کېدو غوښتنه وکړي .
د دغه کاروان مشر محمد اسماعیل دچنګاښ په ۹ مه له پلخمري څخه د روانېدلو په مهال پ وویل : (( موږ نن له بغلان څخه کابل ته د سولې غوښتو په نيت روان شو ، له هېچا سره مو خبرې نه دي کړي او نه هم دچا په غوښتنه روان شوي يوو ، سوله مو هدف ده او انشا الله دغه هدف ته به ځان رسوو .))
هغه زياته کړه، ځوانان به دسولې دغه سپیڅلی غږ د ارګ تر دروازې رسوي اوهلته به له افغان ولسمشر سره تر ليدو وروسته په هېواد کې د صلحې خبرو د ژر پيلېدو غوښتنې کوي.
دى وايي، د هېڅ سياسي ګوند غړي نه دي او نه هم د کوم بهرني هېواد په غوښتنه يې دا کار پيل کړى، يواځې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سوله غواړي.خو وسله والو طالبانو د صلحې له دغو کاروانونو سره مخالفت ښودلی او دا يې د بهرنيانو په اشاره حرکتونه بللي دي.