په افغانستان کښې د جنبش ملي اسلامی لوړرتبه قوماندان ونيوے شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74300-په_افغانستان_کښې_د_جنبش_ملي_اسلامی_لوړرتبه_قوماندان_ونيوے_شو
د افغانستان په شمال کښې د افغان ولسمشر د وړومبي مرستيال جنرل عبدالرشيد دوستم خاص نمائنده افغان امنيتي ځواکونو ونيوۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2018 07:25 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د جنبش ملي اسلامی لوړرتبه قوماندان ونيوے شو

د افغانستان په شمال کښې د افغان ولسمشر د وړومبي مرستيال جنرل عبدالرشيد دوستم خاص نمائنده افغان امنيتي ځواکونو ونيوۀ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې مخې عبدالرشيد دوستم د خاص نمائنده نظام الدین قيصاري له نيول کېدو وروسته د هغه په پلويان په ميمنه ښار او د فارياب ولايت په نورو سيمو کښې د تيارۍ په حال کښې راغلل.

تر اوسه د نظام الدين قيصاري د نيول کېدو وجه نه ده اعلان شوې.

ځينو سرچينو وويل، د جنرل عبدالرشيد دوستم او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترمېنځ د تاو تريخوالو له زياتېدو په ترکيې کښې د افغانستان د ملي نجات د ائتلاف د شورا له سرمشريزې غونډې وروسته د جنرل عبدالرشيد دوستم دغه نمائنده نيول شوے دے.

جنرل دوستم د دغې موضوع په ردعمل کښې دا افغان حکومت يوه دسيسه وبلله او خبردارے يې ورکړ چې د کابل حکومت لخوا د قيصاري نه ازادېدل به د دغه هېواد د شمال د خلقو نارضايتي په ځان پسې ولري  او په دغه هېواد کښې د راتلونکو انتخاباتو جوړېدل به له مشکل سره مخامخ کړي.