دوستم د خپل استازي نیول کیدو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74320-دوستم_د_خپل_استازي_نیول_کیدو_ته_غبرګون_وښود
د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په فاریاب ولایت کښې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د خپل ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري نیونه وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2018 01:18 Asia/Kabul
  • دوستم د خپل استازي نیول کیدو ته غبرګون وښود

د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په فاریاب ولایت کښې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د خپل ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري نیونه وغندله.

د ایرنا د خبر له مخې جنرال عبدالرشید دوستم د نظام الدین قیصاري د زر تر زره خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.

جنرال دوستم خبرداری ورکړ چې که د افغانستان حکومت د نظام الدین قیصادي د آزادولو کوشش ونه کړي نو پایلې به یې د هغو کسانو په غاړه وي چې دی یې نیولی دی.

هغه زیاته کړه چې د قیصاري د نیونې دوام به دافغانستان وضعه ګډه وډه او فلج کړي.