نقیب الله فایق د فاریاب والي وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74386-نقیب_الله_فایق_د_فاریاب_والي_وټاکل_شو
د نورم او ستندرد ادارې رییس نقيب الله فایق نن د فاریاب والي وټاکل شو او له یو لړ مراسمو وروسته یې دنده پيل کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2018 13:28 Asia/Kabul
  • نقیب الله فایق د فاریاب والي وټاکل شو

د نورم او ستندرد ادارې رییس نقيب الله فایق نن د فاریاب والي وټاکل شو او له یو لړ مراسمو وروسته یې دنده پيل کړه.

د افغانستان د فاریاب له پخواني والي عبدالحق شفق سره له مخالفتونو وروسته حکومت د نورم او ستندرد ادارې رییس نقیب ا... فایق د دغه ولایت د نوي والي په توګه پر دنده وګماره او نن یې په رسمي ډول دنده پيل کړه.

عبدالحق شفق د سیمه ييزې ادارې له وړانديز وروسته د ولسمشر اشرف غني له خوا د روان کال د غبرګولي په ۱۹ مه د فاریاب والي وټاکل شو، خو نوموړی د فاریاب د علماوو د عالي شورا له سخت مخالفت سره مخ شو او دوي د دوو پرېکړه لیکونو د صادرولو له لارې له ولسمشر او سیمه ییزو ارګانونو څخه وغوښتل چې د والي په توګه د شفق په ګمارنه دې بیا غور وکړي

خو حکومت د فاریاب لپاره نن بل والي اعلان کړ.

د نورم او ستندرد ادارې رییس نقيب ا... فایق نن د فاریاب والي وټاکل شو او له یو لړ مراسمو وروسته یې دنده پيل کړه.