جنرال دوستم تر راتلونکو دوو ورځو کابل ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74879-جنرال_دوستم_تر_راتلونکو_دوو_ورځو_کابل_ته_ورځي
سرچینه زیاتوي چې جنرال دوستم له هېڅ ډول مخکې شرط پرته کابل ته راستنېږي او د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال په توګه خپله دنده پیلوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2018 10:20 Asia/Kabul
  •  جنرال دوستم تر راتلونکو دوو ورځو کابل ته ورځي

سرچینه زیاتوي چې جنرال دوستم له هېڅ ډول مخکې شرط پرته کابل ته راستنېږي او د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال په توګه خپله دنده پیلوي

د افغانستان یوه باوری حکومتي سرچینه وايي چې جنرال دوستم راتلونکې اتبار ورځې  له ترکیې کابل ته راځي.

یادې سرچینې وویل چې د جنرال دوستم د بېرته راستنېدو پر سر هوکړه شوې او  افغان ولسمشر غني هم منلې څو د ولسمشرۍ لومړی مرستیال کابل ته راستون شي.

سرچینه زیاتوي چې جنرال دوستم له هېڅ ډول مخکې شرط پرته کابل ته راستنېږي او د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال په توګه خپله دنده پیلوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د جنرال دوستم له بېرته راستنېدو سره به د نظام الدین قیصاري د خوشې کېدو په اړه هم د قانون له مخې پرېکړه وشي.

دغه راز ځینو نورو سرچینو ویلي چې قیصاري به تر خوشې کېدو وروسته په کابل کې پاتې شي او د هېواد شمال ته به د بېرته تلو اجازه ونه لري.

له ارګ سره د جنرال دوستم اړیکې د تېر کال په غويي میاشت کې وروسته له هغه چې له احمد ایشچي سره پر نا سم چلند تورن شو او حکومت یې د قضیې څېړلو هڅه وکړه، خړې پړې شوې.

جنرال دوستم د تېر کال د غويي میاشتې په ۲۹مه ترکيې ته ولاړ او ویاند یې اعلان وکړ چې نوموړی د روغتیايي معایناتو ترسره کېدو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی خو تر یو کال ډېر وخت کېږي چې هغه په ترکیه کې دی.