ولسمشر اشرف غني د افغانستان ختیځ ته سفر وکړ
Aug 17, 2018 11:09 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر په غزني ښار باندې د طالب ډلې له پراخو حملو وروسته د دغه ښار د بیارغاونې په موخه نن سهار غزني ته تللی دی.
محمد اشرف غني د طالب ډلې د وسله والو له بریدونو وروسته، د غزني ښار د اداري ودانیو او نورو برخو د بیارغاونې لپاره ۲۰ میلیون ډالر بیل کړل.
د افغانستان ولسمشر د غزني ښار خلکو ته په مرسته رسونې کښې په چټکتیا ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې په تیرو څو ورځو کښې د غزني ولایت په مرکز غزني ښار کښې د افغانستان له ملي اردو او امنیتي ځواکونو سره د طالب وسله والو په نښتو کښې د دواړو لورو او همداشان ملکیانو څخه سلګونه کسان مړه او ژوبل شول.
دغه ښار تیره سه شنبه د حکومتي ځواکونو د عملیاتو په برکت د طالب ډلې له نیواکه آزاد شو.
ټیګونه