د افغانستان په کورنيو چارو کښې د امريکې د مداخلتونو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75887-د_افغانستان_په_کورنيو_چارو_کښې_د_امريکې_د_مداخلتونو_دوام
په کابل کښې د امريکې سفارت په يو مداخلت کونکي ليک کښې د افغانستان د ولسمشرۍ له ارګ ماڼۍ وغوښتل چې کريم خليلي دې د دغه هېواد د صلحې د عالي شورا له مشرۍ لرې کړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 25, 2018 10:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان په کورنيو چارو کښې د امريکې د مداخلتونو دوام

په کابل کښې د امريکې سفارت په يو مداخلت کونکي ليک کښې د افغانستان د ولسمشرۍ له ارګ ماڼۍ وغوښتل چې کريم خليلي دې د دغه هېواد د صلحې د عالي شورا له مشرۍ لرې کړي.

په کابل کښې د امريکې سفارت کريم خليلي د هزاره قوم د شيعه والي په وجه د اعتماد نه وړ بللے دے او د حزب اسلامي يو غړي ته يې د هغه د ځاے ورکولو غوښتنه کړې ده. د امريکې د سفارت دغه نېغ په نېغه غوښتنه ښودنه کوي چې د افغانستان په چارو کښې د امريکې د مداخلتونو او لاسوهنو سطحه د امنيتي او پټو سطحو له مسائلو څخه اوس سياسي او څرګند شکل اختيار کړے دے.

په کابل کښې د امريکې سفارت له دې مخکې هم د افغانستان د ولسمشر د وړومبي مرستيال جنرل عبدالرشيد دوستم د دوسيې د قضائي تحقيقاتو غوښتنه کړې وه. دې ته په پام سره چې کريم خليلي په افغانستان کښې له پخوانيو مجاهدينو او مهمو سياسي او فوځي شخصيتونو څخه ګڼل کيږي د افغانستان د صلحې د عالي شورا له مشرۍ څخه د هغۀ د لرې کولو لپاره د امريکې د سفارت غوښتنه په افغانستان کښې د فېصلې کولو له ډګر څخه د مجاهدينو د لرې کولو لپاره د واشنګټن د هلو ځلو په لړ کښې  ګڼل کيږي. له دې نه علاوه د امريکې د سفارت دغه غوښتنه ښودنه کوي چې واشنګټن د افغانستان د سياسي او امنيتي جوړښتونو په بشپړه توګه د پشتونيزه کولو غوښتونکے دے او دا ذهنيت چې امريکه د طالبانو او حزب اسلامي په مثلت کښې شتون لري لا مضبوطوي چې له يوې خوا د ځينېو سياسي بهيرونو ملاتړ د افغانستان د ملي وحدت د حکومت په لوړو درجو کښې هم کيږي. د افغانستان د صلحې د عالي شورا وړومبنے مشر ارواښاد برهان الدين رباني تاجيک تباره ؤ او د هغه انتخاب د دې لپاره چې دغه شورا ملي حېثيت ولري اهميت لرۀ او اوس هم کريم خليلي چې له هزاره قوم څخه دے د افغانستان د صلحې له چلند سره د مرستې لپاره د ملي پالنې او مجاهدت يو سېمبول دے چې امريکه يې نه يوازې په خپله ګټه نه بولي بلکه مجاهدين په افغانستان باندې د خپلې قبضې د دوام د لارې خنډ بولي او اندېښمنه ده چې په راتلونکو وختونو کښې به امريکه هم د شوروي او برطانيې په شان له برخليک سره مخامخه کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې يو نمائنده نصرا... صادقي زاده وائي:

«د امريکې سفارت حق نه لري د افغانستان په کورنيو او قضائي مسائلو کښې مداخلت وکړي، ځکه چې دا ډول مداخلتونه په دغه هېواد کښې سياسي اختلافاتو ته لمن وهي.

په افغانستان کښې سياسي ټولنې په دې باوري دي چې امريکه دغه هېواد ته د خپلې يوې مستعمرې په توګه ګوري او په همدې وجه په افغانستان کښې د امريکې سفارت ځان ته دا اجازه ورکوي چې په څرګنده توګه د دغه هېواد په ډېرو مهمو کورنيو مسائلو کښې مداخلت وکړي. د قومونو او سياسي او مذهبي ډلو او بهيرونو ترمېنځ وحدت او ملګرتيا تل د افغانستان د خلقو د کاميابۍ او برياليتوب راز دے چې امريکه يې له منځه وړل غواړي.

د افغانستان د اطلاع رسونې د شبکې لوے مدير هم د افغانستان په چارو کښې د امريکې د سفارت له مداخلتونو سره په مخالفت کښې وويل:

"د افغانستان په کورنيو چارو کښې د امريکې د سفارت واضحه او څرګندمداخلت په هيڅ وجه د منلو نه دے. دا هېواد يو قانوني حکومت لري او واشنګټن د افغانستان په چارو کښې د مداخلت او لاس وهلو حق نه لري.

دا ټکے هم بايد هېر نه کړې شي چې له افغان حکومت څخه د امريکې د سفارت پرله پسې غوښتنې کول د افغانستان د ولسمشرۍ له ارګ ماڼۍ سره له سپکاوي نه يو ډول ډک چلند هم ګڼل کيږي چې په ډاګه غوښتنې کوي او د هغو د عملي کېدو هيله هم لري چې دا چاره د امريکې په خلاف د افغانستان د خلقو قهر او کرکه له مخکې نه زياته رابرسېره کوي.