د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75896-د_افغانستان_د_ملي_امنيت_صلاحکار_استعفا_ورکړه
د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار محمد حنيف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2018 01:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار استعفا ورکړه

د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار محمد حنيف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د محمد حنيف اتمر د استعفا په متن کښې چې پرون خپور شو راغلي دي، د هغو جدي اختلافاتو په وجه چې د ملي وحدت او اجماع د ساتلو او مضبوطولو ، د صلحې او امنيت د ټينګولو، د سياسي مديريت او د اتخاباتو د چارو په زمينو کښې يې د افغان حکومت له سياست او طور طريقو سره لرليدي له خپل پوسټه استعفا ورکړه.

د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار د حکومت دارۍ او د سيمه ايزو او نړيوالو تعلقاتو د مضبوطيه په زمينه کښې له افغان حکومت سره تفاهمته نه رسېدل د خپلې استعفا ځينې نور دلائل بيان کړل.

د دغه رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند قديرشاه هم د محمد حنيف اتمر استعفا تائيد کړه او وې ويل، افغان ولسمشر اشرف غني دغه استعفا منلې ده.