کابل ته د امريکائي فوځيانو د نوي قوماندان ناڅاپه سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75938-کابل_ته_د_امريکائي_فوځيانو_د_نوي_قوماندان_ناڅاپه_سفر
د امريکائي فوځيانو نوے قوماندان چې ټاکل شوې ده ډېر زر په افغانستان کښې د بهرنيو فوځيانو قومانداني په غاړه واخلي له مخکې نه په نه اعلان شوي سفر کښې کابل ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2018 07:32 Asia/Kabul
  • کابل ته د امريکائي فوځيانو د نوي قوماندان ناڅاپه سفر

د امريکائي فوځيانو نوے قوماندان چې ټاکل شوې ده ډېر زر په افغانستان کښې د بهرنيو فوځيانو قومانداني په غاړه واخلي له مخکې نه په نه اعلان شوي سفر کښې کابل ته لاړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې جنرل سکاټ مېلر کابل ته له رسېدو سره سم د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له اجرائي مشر عبدا... عبدا... سره کتنه او په دغه هېواد کښې يې وروستيو فوځي حالاتو په باره کښې خبرې اترې وکړې.

د غزني په شمول د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د اناامنۍ دوام،  د بهرنيو فوځيانود شتون له دوام سره د خلقو مخالفت او  د اکتوبر په شلمه د د پارلېماني او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو کول د عبدا... او مېلر د خبرواترو ځينې موضوع ګانې اعلان شوې دي.

له جنرل مېلر نه علاوه په کابل کښې د امريکې سفير جان بس او په افغانستان کښې د امريکائي فوځيانو اوسني قوماندان جنرل جان نېکلس په دغه کتنه کښې موجود وو.

په افغانستان کښې د امريکائي فوځيانو نوي قوماندان په داسې حال کښې کابل ته سفر کړے دے چې په دغه هېواد کښې ناامنۍ او حملې زياتې شوې دي او د دغه هېواد خلق د جنګ د ختمېدو، د امنيت د ټينګېدو او له خپل هېواده د غاصبانو او نيواکګرانو د وتلو غوښتونکي دي.