دافغانستان طالبانو د امریکا او دناټو ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76096-دافغانستان_طالبانو_د_امریکا_او_دناټو_ادعا_رد_کړه
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا او د ناټو د چارواکو دغه ادعا چې ویلی یې دی د طالبانو او دافغانستان د حکومت ترمینځ د نیغ په نیغه دخبرواترو امکان له بل هر وخت څخه زیات شوی دی رد کړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 02, 2018 05:10 Asia/Kabul
  • تر هغه وخته چې امریکا په افغانستان کښې جنګ او نښته بنده نکړي او بهرني عسکر نیواکګرۍ پاې ته ونه رسوي خبرې اترې به ونشي .
    تر هغه وخته چې امریکا په افغانستان کښې جنګ او نښته بنده نکړي او بهرني عسکر نیواکګرۍ پاې ته ونه رسوي خبرې اترې به ونشي .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا او د ناټو د چارواکو دغه ادعا چې ویلی یې دی د طالبانو او دافغانستان د حکومت ترمینځ د نیغ په نیغه دخبرواترو امکان له بل هر وخت څخه زیات شوی دی رد کړه .

ذبیح الله مجاهد له تهران راډیو پښتو خپرونې سره په مرکه کښې د افغانستان دحکومت او دطالبانو ترمینځ د سولې د خبرو دترسره کیدا  د امکان د زیاتیدا په اړه د کورنیلیوس زیمرمین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دغه څرګندونې یوازې د عمومی افکارو د منحرفولو لپاره په  رسنیو کښې مطرح کیږی .

د افغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ډاګینه کړه د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ یو(۱) کال تیر شوی خو دغه ستراتیژۍ د افغانستان د ملکی خلکو له وژل کیدا او د بیخ بنایی تاسیساتو له تباه کیدا پرته بله نتیجه نه ده لرلی او کامله ماتی یې خوړلی ده .

هغه وویل تر هغه وخته چې امریکا په افغانستان کښې جنګ او نښته بنده نکړی او بهرنی عسکر نیواکګرۍ پاې ته ونه رسوی خبرې اترې به ونشی .

د افغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبرې سره چې د امریکا ماجرا غوښتنې یوازې په افغانستان پورې نه محدودیږی او په ټوله سیمه کښې دوام  لری ټینګار وکړ امریکا کوشش کوی دافغانستان له خاورې په استفادې سره د سیمې او د ګاونډیو هیوادونو امنیت ګډوډ کړی چې وکولای شی په اسانۍ سره د هغوې طبیعی سرچینې چورتالان کړی .