دکابل حکومت کمزوري کړچار جنایتکار نورهم سپین سترګی کړی دی
د داعش په خطرو اوجنایتونو اندیښمن دسیمې هیوادونه په دې پسې وو ،څو دماسکو په غونډې کې له دغې تکفیری ترهه ګرې ډلې سره دمقابلې لپاره تدبیرونه غوره کړی ، خو په دغې غونډې کې دافغان حکومت دشتون دمخنیوی لپاره د امریکا دسیسه د دغې ناستې دلغوه کیدا لامل شوې ده .
دافغانستان د چارو یوه تکړه شناندی او کارپوه وحید مژده له تهران ریډیو سره په خصوصی مرکې کې ټینګار کړی ، په دا سې حال کې چې داعش ترهه ګره ډله هره ورځ یوشمیر افغانان په بې د ردۍ سره وژنی ، دافغانستان حکومت د دغو جنایتونو ددرولو لپاره هیڅ جدی اقدام نه کوی.
ښاغلی مژده زیاته کړې ، امریکا په سورئې اوعراق کې د داعش په راپنځولو سره هڅه کړې ، په سیمې کې داهل سنت او اهل تشیع ترمینځ ستر جنګ راپورته کړی ، خو په د غې دسیسې کې له ناکامۍ او له دغو ددواړو هیوادونو د تکفیریانوله سپیرو وجوده له پاکونې وروسته ئې ، د اعشیان افغانستان ته منتقل کړل ،څو په دغه جنګ ځپلی هیواد کې خپلې نفشې پرې عملی کړی .
دافغانستان دغه کارپوه هداراز دافغانستان په باب دماسکو غونډې لغوه کیدا ته په اشارې سره چې ټاکل شوې وه ، دستمبر په لومړیو کې ترسره شی ، روښانه کړې ،د داعش په خطرو اوجنایتونو اندیښمن دسیمې هیوادونه په دې پسې وو ،څو دماسکو په غونډې کې له دغې تکفیری ترهه ګرې ډلې سره دمقابلې لپاره تدبیرونه غوره کړی ، خو په دغې غونډې کې دافغان حکومت دشتون دمخنیوی لپاره د امریکا دسیسه د دغې ناستې دلغوه کیدا لامل شوې ده .