د افغانستان ستر ملي ائتلاف د اشرف غني په حکومت نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76270-د_افغانستان_ستر_ملي_ائتلاف_د_اشرف_غني_په_حکومت_نیوکه_وکړه
د افغانستان د ستر ملي ائتلاف ویاند وویل: د کابل حکومت په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او صلحې توان نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2018 03:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان ستر ملي ائتلاف د اشرف غني په حکومت نیوکه وکړه

د افغانستان د ستر ملي ائتلاف ویاند وویل: د کابل حکومت په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او صلحې توان نه لري.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې فضل رحمان اوریا پرون زیاته کړه: د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت په دې هیواد کښې د امنیت په تامینولو او د صلحې په ټینګولو کښې بریالی نه دی او په دې وجه ستر ملي ائتلاف باید په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت په بهیر کښې خپل رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان سیاسي ګوندونه باید دغه تشه ډکه کړي او ډیر زر په هیواد کښې د صلحې لپاره له طالب ډلې د صلحې خبرې اترې پيل کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې د افغان سیاسي ګوندونو له استازو سره د احتمالي مذاکرې په هکله تراوسه خپل نظر نه دی څرګند کړی.