په افغانستان کې ۵۸وسلوال ووژل شول
په همداوروستیو کې د افغانستان ملی اردو او امنیتی ځواک د داعشی تکفیریانو او وسلوالو طالبانو په ضد پراخ پاکونکی عملیات پیل کړی ، چې هره ورځ پکې په لسګونو وسلوال خپل ژوند له لاسه ورکوی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ دافغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتی ادارې بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دافغانستان امنیتی ځواک دهیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ترهه ګرو ډلو د پټنځایونو اومورچلو په ضد په څو نوو عملیاتو کې د دغو ډلو پنځه اتیا ترهه ګر وژلی او کابو دیرش نور ئې ټپیان کړی دی .
دافغانستان ددفاع وزارت په دغې اعلامیې کې د ترهه ګرو هویّت ته کومه اشاره نه ده شوې ، خو وئیل کیږی ، چې په همداوروستیو کې د افغانستان ملی اردو او امنیتی ځواک د داعشی تکفیریانو او وسلوالو طالبانو په ضد پراخ پاکونکی عملیات پیل کړی ، چې هره ورځ پکې په لسګونو وسلوال خپل ژوند له لاسه ورکوی .