په افغانستان کې ۵۸وسلوال ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76503-په_افغانستان_کې_۵۸وسلوال_ووژل_شول
په همداوروستیو کې د افغانستان ملی اردو او امنیتی ځواک د داعشی تکفیریانو او وسلوالو طالبانو په ضد پراخ پاکونکی عملیات پیل کړی ، چې هره ورځ پکې په لسګونو وسلوال خپل ژوند له لاسه ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2018 00:20 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ۵۸وسلوال ووژل شول

په همداوروستیو کې د افغانستان ملی اردو او امنیتی ځواک د داعشی تکفیریانو او وسلوالو طالبانو په ضد پراخ پاکونکی عملیات پیل کړی ، چې هره ورځ پکې په لسګونو وسلوال خپل ژوند له لاسه ورکوی .

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  دافغانستان د دفاع وزارت  مطبوعاتی ادارې  بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  دافغانستان امنیتی ځواک  دهیواد په بیلابیلو  ولایتونو کې  د ترهه ګرو ډلو د پټنځایونو اومورچلو په ضد  په څو نوو عملیاتو کې   د دغو ډلو  پنځه اتیا  ترهه ګر وژلی او  کابو دیرش نور ئې  ټپیان  کړی دی .

  دافغانستان  ددفاع وزارت  په دغې اعلامیې کې  د ترهه ګرو هویّت ته کومه اشاره نه ده شوې ، خو وئیل کیږی ، چې په همداوروستیو کې  د  افغانستان ملی اردو او امنیتی ځواک  د داعشی تکفیریانو او وسلوالو طالبانو په ضد پراخ  پاکونکی عملیات پیل کړی ، چې  هره ورځ پکې په لسګونو  وسلوال  خپل ژوند له لاسه ورکوی .