بیومیټریک اله څرنګه کار کوی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76977-بیومیټریک_اله_څرنګه_کار_کوی
کیدلې شی په افغانستان کې ډیرو کسانو لپاره د بیو میټریک الې نوم نوې وی او غواړی به چی پوهه شی دا اله څرنګه کارکوی ، څرنګه ده او څرنګه پرې ګوته لګول کیږی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 03, 2018 13:13 Asia/Kabul
  • بیومیټریک اله څرنګه کار کوی ؟

کیدلې شی په افغانستان کې ډیرو کسانو لپاره د بیو میټریک الې نوم نوې وی او غواړی به چی پوهه شی دا اله څرنګه کارکوی ، څرنګه ده او څرنګه پرې ګوته لګول کیږی .

بیو میټریک اله یا دستګاه له موبایل ټیلی فون لګه ستره صحفه لری چی برې پکې سترګه یا الیکټرونیکی لنز د ګوتې د لګولو لپاره موجود وی .د دغې الې شا ته د کیمرې لنز اود رایه ورکونکی او د تزکرې د انځور اخیستلو لپاره فلش موجود وی .

د معلوماتو د ثبتولو وخت

 د هر رایه ورکونکی د مشخصاتو د ثبتولو لپاره له ۴۰ شیبو تر یوه دقیقه پورې وخت ته اړتیا لری چی په دغه وخت کی د رایه ورکونکی د څیرې ، ګوتې او د تزکرې مخ او شا انځور اخیستل کیږی .

 د بیو میټریک الې چارج

Image Caption

 

هره اله له اتو تر لسو ساعتونو پورې په خپلې بیټری کار کوی او د دغې الې تر څنګه پاور بانک هم د بیا چارج کولو لپاره په نظر کې نیول شوې دې .

د بیومیټریک الې د رایه ورکولو مرکزونو شمیر

په افغانستان کې د رایه ورکولو ۲۱ زره مرکزونه په نظر کې نیول شوی دی چی هر یو مرکز به دغه اله ولری . یو زر اضافی الې به هم موجودې وی چی که په کوم ځای کی په هر دلیل کومه اله د استفادې نه وی نو بله نوی اله ورته ورکړل شی . حاضر دمه د بیو میټریک سیسټم ۴۵۰۰ الې د افغانستان خپلواکه کمیشن ته سپارل شوی دی او پاتې الې به د تلې یا میزان  د ۲۸ نیټې یعنی انتخاباتو تر سره کیدا پورې د افغان دولت له لوری تامین شی . افغانستان ټول ټال ۲۲ زره الو ته اړتیا لری .د بیو میټریک سیسټم ټول لګښتونه به افغان حکومت ورکوی .

ضروری ټکې

Image Caption

 

 که کوم کس په رایه ورکولو کې له یوه ځل زیات ګډون کړې وی نو اله یې پیژنی او دهغه به یوازې یو ځل رایه ثبت کیږی او پاتې رایه به یې خپل پخپله باطله شی .

 

برابرونکې :جمیل حسین بنګش