دافغانستان د کاندیدانو د حذفیدا احتمال شته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77110-دافغانستان_د_کاندیدانو_د_حذفیدا_احتمال_شته
ایسنا خبری اژانس وایی د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ویاند او غړی علی رضا روحانی وویل له دې سره سره چې نهایی فهرست اعلان شوی خو د پارلمان د انتخاباتو د کاندیدانو د حذفیدا احتمال اوس هم شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2018 08:47 Asia/Kabul
  • دافغانستان د کاندیدانو د حذفیدا احتمال شته

ایسنا خبری اژانس وایی د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ویاند او غړی علی رضا روحانی وویل له دې سره سره چې نهایی فهرست اعلان شوی خو د پارلمان د انتخاباتو د کاندیدانو د حذفیدا احتمال اوس هم شته .

علی رضا روحانی وویل د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون ته بیلا بیل شکایتونه رسیدلی دی او دغه کمیسیون دخپل  صلاحیت په چوکاټ کښې په موضوګانو او  شکایتونو غور کوی .

هغه وویل دهغو کاندیدانو پرضد چې احتمالا د انتخاباتو له نهایی فهرست څخه حذف کیږی یوشمیر شکایتونه شته او د انتخاباتو دکمیسیون د فیصلې داعلانیدا نیټه روښانه نه ده .

له دې مخکې هم د افغانستان د انتخاباتو په شکایتونو دغور کمیسیون د پارلمان د انتخاباتو د کاندیدانو له فهرست څځه پینځه دیرش(۳۵) کسان حذف کړی وو .

ټاکل شوی ده چې دافغانسان  پارلمانی انتخابات په درې(۳) کال ځنډ سره د روان میلادی کال په اکتوبر میاشت کښې وشی .

د افغانستان په دغو انتخاباتو کښې د پارلمان د دوه سوه پنځوسو (۲۵۰)څوکیو لپاره دوه زره پینځه سوه پینځه شپیتو(۲۵۶۵) کسانو ځانونه کاندیدان کړی او کابو نهه(۹) میلیونه رایو ورکونکو هم خپل نومونه  ثبت کړی دی .