ډاکټر عبدالله د افغانستان له حکومته د روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77292-ډاکټر_عبدالله_د_افغانستان_له_حکومته_د_روسیې_د_ملاتړ_غوښتنه_وکړه
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر له روسیې وغوښتل چې د اشرف غني له حکومته ملاتړ وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2018 03:58 Asia/Kabul
  • ډاکټر عبدالله د افغانستان له حکومته د روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړه

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر له روسیې وغوښتل چې د اشرف غني له حکومته ملاتړ وکړي.

عبدالله عبدالله په کابل کښې په خپله پرونۍ وینا کښې څرګنده کړه: روسیه باید پر پاکستان له خپل نفوذه او له طالب ډلې سره له خپلې اړیکې، په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره کار واخلي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې په وړومبي صف کښې دي حال دا چې د دې جنګ  اهداف له افغانستانه وتلي دي او د مرکزي آسیا امنیت هم ګواښي.

ډاکټر عبدالله د افغاسنتان د صلحې په اړه د ماسکو راتلونکې غونډې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې په دې لړ کښې هرډول غونډه د افغان حکومت له ګډون پرته د منلو نه ده.