د افغانستان مشرانو جرګې طالبانو ته د صلحې د خبرواترو بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77296-د_افغانستان_مشرانو_جرګې_طالبانو_ته_د_صلحې_د_خبرواترو_بلنه_ورکړه
د افغانستان د مشرانو جرګې وړومبي مرستیال له طالب ډلې سره د صلحې د خبرواترو غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 15, 2018 04:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان مشرانو جرګې طالبانو ته د صلحې د خبرواترو بلنه ورکړه

د افغانستان د مشرانو جرګې وړومبي مرستیال له طالب ډلې سره د صلحې د خبرواترو غوښتنه وکړه.

آوا خبري آژانس لیکلي چې محمد علم ایزدیار د سنا په پرونۍ غونډه کښې وویل: له طالبانو سره د صلحې خبرې اترې باید په نړیوال ضمانت سره وشي څو په دې هیواد کښې جنګ ختم او صلحه ټینګه شي.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کښې به هله امنیت ټینګ شي چې په هیواد کښې دننه ټولې سیاستي ډلې او همداشان د سیمې هیوادونه پوه شي چې د هغوي ګټې د صلحې په بهیر کښې تامینیږي.

خو طالبانو په کراتو د افغانستان له حکومت او امریکې سره د صلحې هرډول خبرې اترې له افغانستانه د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو په وتلو پورې شرطمنې کړې دي.