دافغانستان انتخابات دامنیت لپاره مثبت بدلون دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77569-دافغانستان_انتخابات_دامنیت_لپاره_مثبت_بدلون_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند بهرام قاسمی دافغانستان د پارلمان د انتخاباتو په ترسره کیدا مبارکۍ سره هغه په دغه هیواد کښې امنیت ، ثبات او پراختیا ته درسیدا او د ولسواکۍ د ټینګیدا لپاره مثبت بدلون وباله .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 25, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • دافغانستان د پارلمان انتخابات د هیواد د څه دپاسه څلور(۴) میلیونه  خلکو په ګډون سره د اکتوبر په شلمه(۲۰) او یویشتمه(۲۱) نیټه شوي دي  .
    دافغانستان د پارلمان انتخابات د هیواد د څه دپاسه څلور(۴) میلیونه خلکو په ګډون سره د اکتوبر په شلمه(۲۰) او یویشتمه(۲۱) نیټه شوي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند بهرام قاسمی دافغانستان د پارلمان د انتخاباتو په ترسره کیدا مبارکۍ سره هغه په دغه هیواد کښې امنیت ، ثبات او پراختیا ته درسیدا او د ولسواکۍ د ټینګیدا لپاره مثبت بدلون وباله .

هغه پرون په افغانستان کښې د انتخاباتو د ترسره کیدا په دلیل ددغه هیواد ملت او حکومت ته د مبارکی په ویلو سره هیله وکړه په افغانستان کښې د نوی پارلمان د کار په پیلیدا سره ددغه هیواد د بدلونونو بهیر د پرمختګ او د پایداره امنیت او دسولې د ټینګیدا او دځینو مشکلاتو د حل کیدا په لاره کښې ورشی .

دافغانستان د پارلمان انتخابات د هیواد د څه دپاسه څلور(۴) میلیونه  خلکو په ګډون سره د اکتوبر په شلمه(۲۰) او یویشتمه(۲۱) نیټه شوی دی  او نتیجې به یې هم د دسمبر دمیاشتې په شلمه(۲۰) نیټه اعلان شی .