دافغانستان په فراه ولایت کې دنشه ایزو توکوتولیدزیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77597-دافغانستان_په_فراه_ولایت_کې_دنشه_ایزو_توکوتولیدزیات_شوی_دی
امریکا اوانګلستان په تیرو اولسو کلونو کې په افغانستان کې پخپل پوځی شتون سره په دغه هیواد کې د نشه ایزوتوکو دتولید په زیاتیدا کې ښکاره او اوڅاره رول لری .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Oct 25, 2018 15:35 Asia/Kabul
  • دافغانستان په فراه ولایت کې دنشه ایزو توکوتولیدزیات شوی دی

امریکا اوانګلستان په تیرو اولسو کلونو کې په افغانستان کې پخپل پوځی شتون سره په دغه هیواد کې د نشه ایزوتوکو دتولید په زیاتیدا کې ښکاره او اوڅاره رول لری .

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د فراه ولایتی شورا غړې میرمن شهلاابوبکر  نن په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ، دتیرو کلونو په پرتله کې  سږکال  په دغه ولایت کې  د اپیمو اونورو نشه ایزو توکو  کر اوتولید  په اوڅاره توګه زیات شوی دی .

 میرمن ابوبکر وئیلی ،  دم ګړۍ  په فراه ولایت کې  د  اپیمو د کر  او د نشه ایزوموادو  دتولید   په زمینې کې   دطالبانو ډلې غړی او حتی خلک  فعالیتونه کوی .

Image Caption

 

 په عین حال کې  د فراه د والی ویندوی ناصر مهری  وئیلی دی ،  طالبانو ډله  د نشه ایزوموادو د قاچاق له لارې  ډیرې زیاتې مالی سرچینې ترلاسه کوی .

 امریکا اوانګلستان   په تیرو اولسو کلونو کې  په افغانستان کې پخپل پوځی  شتون سره   په دغه هیواد کې د نشه ایزوتوکو  دتولید په زیاتیدا کې  ښکاره او اوڅاره رول لری .

Image Caption

 

 افغانستان  په نړۍ کې د  نشه ایزو موادو  دتولید یو خورا ستر مرکز دی او  په دغه هیواد کې دننه هم  څه دپاسه درې میلیون کسان  په نشه ایزو موادو روږدی دی .