د غزني خلک په پارلیماني انتخاباتو کښې له ګډونه بې برخې شول
د افغانستان د انتخاباتو کمیشن په غزني ولایت کښې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هممهاله د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدو خبر ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پرون په یوه خبري غونډه کښې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کښې له ګډون څخه د غزني د خلکو محرومیت ته په اشارې سره وویل: دا کمیشن هڅه کوي چې په غزني کښې پارلیماني انتخابات د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په وړومبیو کښې د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو سره هممهاله ترسره کړي.
د ویلو ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د تیرې اونۍ په وړومبیو کښې ترسره شول خو په قندهار او غزني ولایتونو کښې د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله دغه ټاکنې ونه شوې.
البته په قندهار کښې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ په ځنډ سره پرون ترسره شوې.