افغانستان دهیوادجنګ امریکائی صهونیسټی شرکت ته دسپارلو اجازت نه ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77718-افغانستان_دهیوادجنګ_امریکائی_صهونیسټی_شرکت_ته_دسپارلو_اجازت_نه_ورکوی
دبلیک واټر امرکائی صهونیسټی شرکت مشر اریک پرنس خصوصی امنیتی شرکتونو ته د افغانستان د حنګ دمسئولیّت دورسپارلو په باب د یوه پلان په وړاندې کولو سره وئیلی وو ، که واشنګټن دهغه پلان ومنی ، نو دغه شرکت دافغانستان ته خپل درې زره شپږ سوه ماموران لیږدوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 29, 2018 11:35 Asia/Kabul
  •   افغانستان دهیوادجنګ امریکائی صهونیسټی شرکت ته دسپارلو اجازت نه ورکوی

دبلیک واټر امرکائی صهونیسټی شرکت مشر اریک پرنس خصوصی امنیتی شرکتونو ته د افغانستان د حنګ دمسئولیّت دورسپارلو په باب د یوه پلان په وړاندې کولو سره وئیلی وو ، که واشنګټن دهغه پلان ومنی ، نو دغه شرکت دافغانستان ته خپل درې زره شپږ سوه ماموران لیږدوی .

 زمونږ خبریال  له کابله راپور راکړ  د افغانستان د ولسمشر دماڼۍ  رسندوی  برخې   وئیلی دی ، اشرف غنی   د  هلمند ولایت  له قوماندانانو او  مسئولانو سره په کتنې کې  یو ځل بیا وئیلی دی،  دکابل حکومت به   دبلیک واټر په نامه امریکائی صهونیسټی شرکت ته د  دافغانستان په جنګ کې د دخالت اجازت ورنکړی .

 هغه روښانه کړې ،  افغانستان خپل ملی  پوځ لری او   د جنګ په ډګرونو کې  له ترهه ګرو سره جدی او ښه مبارزه کوی ، پر دې اساس  په افغانستان کې  د امریکا دغه پلان  هیڅکله  عملی نه کیږی .

  څه موده مخکې  په افغانستان کې د بلیک واټر  امریکائی صهونیسټی شرکت  د تالی څټو   دشتون  دپایلو او دعامو  خلکو د مرګ ژوبلو دزیاتیدا  په باب د بشری حقوقو د دفاعی ادارې  مسئولانو  خبرداری ورکړی ؤ .

             دا په داسې حال کې دی  چې  دبلیک واټر امرکائی  صهونیسټی شرکت  مشر اریک پرنس  خصوصی  امنیتی شرکتونو ته د افغانستان د حنګ  دمسئولیّت دورسپارلو  په باب د یوه پلان په  وړاندې کولو سره  وئیلی وو ،  که واشنګټن  دهغه پلان  ومنی ، نو  دغه شرکت   دافغانستان ته  خپل درې زره شپږ سوه  ماموران لیږدوی .  له دې مخکې هم  د  افغانستان د ولسی  جرګې د مشر فضل هادی مسلم یار پشمول د  دغه هیواد دپارلیمان زیات شمیر استازو  او سیاستوالانو او سپین روبو  ټینګار کړی ،  تجروبې ښودلې ده   دجنګ د دوام او پوځی لارې  په وسیله  سولې او امنیت ټینګیدا  هیڅ امکان نه لری او  په افغانستان کې د بلیک واټرشرکت دتالی څټو  شتون   په دغه هیواد کې لازیاتو ناکراریو اوبې ثباتیو ته لمن وهی .