افغانستان دهیوادجنګ امریکائی صهونیسټی شرکت ته دسپارلو اجازت نه ورکوی
دبلیک واټر امرکائی صهونیسټی شرکت مشر اریک پرنس خصوصی امنیتی شرکتونو ته د افغانستان د حنګ دمسئولیّت دورسپارلو په باب د یوه پلان په وړاندې کولو سره وئیلی وو ، که واشنګټن دهغه پلان ومنی ، نو دغه شرکت دافغانستان ته خپل درې زره شپږ سوه ماموران لیږدوی .
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان د ولسمشر دماڼۍ رسندوی برخې وئیلی دی ، اشرف غنی د هلمند ولایت له قوماندانانو او مسئولانو سره په کتنې کې یو ځل بیا وئیلی دی، دکابل حکومت به دبلیک واټر په نامه امریکائی صهونیسټی شرکت ته د دافغانستان په جنګ کې د دخالت اجازت ورنکړی .
هغه روښانه کړې ، افغانستان خپل ملی پوځ لری او د جنګ په ډګرونو کې له ترهه ګرو سره جدی او ښه مبارزه کوی ، پر دې اساس په افغانستان کې د امریکا دغه پلان هیڅکله عملی نه کیږی .
څه موده مخکې په افغانستان کې د بلیک واټر امریکائی صهونیسټی شرکت د تالی څټو دشتون دپایلو او دعامو خلکو د مرګ ژوبلو دزیاتیدا په باب د بشری حقوقو د دفاعی ادارې مسئولانو خبرداری ورکړی ؤ .
دا په داسې حال کې دی چې دبلیک واټر امرکائی صهونیسټی شرکت مشر اریک پرنس خصوصی امنیتی شرکتونو ته د افغانستان د حنګ دمسئولیّت دورسپارلو په باب د یوه پلان په وړاندې کولو سره وئیلی وو ، که واشنګټن دهغه پلان ومنی ، نو دغه شرکت دافغانستان ته خپل درې زره شپږ سوه ماموران لیږدوی . له دې مخکې هم د افغانستان د ولسی جرګې د مشر فضل هادی مسلم یار پشمول د دغه هیواد دپارلیمان زیات شمیر استازو او سیاستوالانو او سپین روبو ټینګار کړی ، تجروبې ښودلې ده دجنګ د دوام او پوځی لارې په وسیله سولې او امنیت ټینګیدا هیڅ امکان نه لری او په افغانستان کې د بلیک واټرشرکت دتالی څټو شتون په دغه هیواد کې لازیاتو ناکراریو اوبې ثباتیو ته لمن وهی .