د بلیک واټرامنیتی شرکت د افغانستان معادنو ته سترګې نیولی دی
د افغانستان د شفافیت څارونکی اداره وایی دغه معامله د افغانستان په تاوان ده ځکه چی د بلیک واټر شرکت به د دغه هیواد د معادنو له پیسو د جنګ د دوام لپاره ګټه پورته کړی .
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د شفافیت څارونکی ادارې یوه غړی ناصر تیموری د افغانستان د معادنو د ویستلو په بهیر کې د امریکایی ، صیهونیسټی امنیتی شرکت بلیک واټر د فعالیت په اړه خبردارې ورکړ .
نوموړی ادارې ټینګار کړی دی چی بلیک واټر شرکت د افغانستان د معادنو لکه سره زد ، لیټیوم او ګازو ویستلو ته سترګې خړې کړی دی .
د افغانستان د شفافیت څارونکی اداره وایی دغه معامله د افغانستان په تاوان ده ځکه چی د بلیک واټر شرکت به د دغه هیواد د معادنو له پیسو د جنګ د دوام لپاره ګټه پورته کړی .
دا په داسې حال کی ده چی څو میاشتې مخکې د افغانستان د معادنو او مالیې وزیر په شمول یو شمیر افغان چارواکو واشنګټن ته په سفر سره له یوه امریکایی شرکت سره د دغه هیواد د سرو زرو د ویستلو لپاره تړون لاسلیک کړې دې .
د بلیک واټر امنیتی شرکت ته د افغانستان د جنګ په سپارلو کې د امریکایی چارواکو په ماتې پسې دغه امریکایی ، صیهونیسټی شرکت د افغانستان معادنو او طبیعی زیرمو ته سترګې نیولی دی .