د بلیک واټرامنیتی شرکت د افغانستان معادنو ته سترګې نیولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78194-د_بلیک_واټرامنیتی_شرکت_د_افغانستان_معادنو_ته_سترګې_نیولی_دی
د افغانستان د شفافیت څارونکی اداره وایی دغه معامله د افغانستان په تاوان ده ځکه چی د بلیک واټر شرکت به د دغه هیواد د معادنو له پیسو د جنګ د دوام لپاره ګټه پورته کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2018 12:21 Asia/Kabul
  • د بلیک واټرامنیتی شرکت د افغانستان معادنو ته سترګې نیولی دی

د افغانستان د شفافیت څارونکی اداره وایی دغه معامله د افغانستان په تاوان ده ځکه چی د بلیک واټر شرکت به د دغه هیواد د معادنو له پیسو د جنګ د دوام لپاره ګټه پورته کړی .

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د شفافیت څارونکی ادارې  یوه غړی ناصر تیموری د افغانستان د معادنو د ویستلو په بهیر کې د امریکایی ، صیهونیسټی امنیتی شرکت بلیک واټر د فعالیت په اړه خبردارې ورکړ .

نوموړی ادارې ټینګار کړی دی چی بلیک واټر شرکت د افغانستان د معادنو لکه سره زد ، لیټیوم او ګازو ویستلو ته سترګې خړې کړی دی .

 د افغانستان د شفافیت څارونکی اداره وایی دغه معامله د افغانستان په تاوان ده ځکه چی د  بلیک واټر شرکت به د دغه هیواد د معادنو له پیسو د جنګ د دوام لپاره ګټه پورته کړی .

دا په داسې حال  کی ده چی څو میاشتې مخکې د افغانستان د معادنو او مالیې وزیر په شمول یو شمیر افغان چارواکو واشنګټن ته په سفر سره  له یوه امریکایی شرکت سره د دغه هیواد د سرو زرو د ویستلو لپاره تړون لاسلیک کړې دې .

د بلیک واټر امنیتی شرکت ته د افغانستان د جنګ په سپارلو کې د امریکایی چارواکو په ماتې پسې  دغه امریکایی ، صیهونیسټی شرکت د افغانستان معادنو او طبیعی زیرمو ته سترګې نیولی دی .