سعودی عربستان د کابل په چاودنې کښې لاس درلود
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78375-سعودی_عربستان_د_کابل_په_چاودنې_کښې_لاس_درلود
دافغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند وحید مژده له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې په کابل کښې د اورانوس(Uranus wedding hall) د واده په هال کښې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې په مراسمو دداعش ډلې په حملې کښې د سعودی عربستان د ال سعود کورنۍ د رول لرلو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2018 09:22 Asia/Kabul
  • داعش ترهګره ډله نن سبا په افغانستان کښې خپلو غوښتنو او هیلو ته د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د رسیدا لپاره  د دوې  یو(۱) اوزار دی .
    داعش ترهګره ډله نن سبا په افغانستان کښې خپلو غوښتنو او هیلو ته د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د رسیدا لپاره د دوې یو(۱) اوزار دی .

دافغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند وحید مژده له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې په کابل کښې د اورانوس(Uranus wedding hall) د واده په هال کښې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې په مراسمو دداعش ډلې په حملې کښې د سعودی عربستان د ال سعود کورنۍ د رول لرلو خبر ورکړ .

وحید مژده وویل  په کابل کښې د داعش ترهګرې ډلې دغه جنایت په افغانستان  کښې د مذهبونو ترمینځ د تفرقې د رامینځته کولو په هدف سره شوی دی او  ال سعود رژیم ته اړونده  وهابی ډلو د کابل په بم چاودنې کښې اساسی رول لرلی دی .

هغه ټینګار وکړ دداعش په شمول ترهګرې ډلې په داډول  انسانی ضد اقداماتو سره هڅه کوی په هرډول چی وی د مسلمانانو په صفونو کښې جدی اختلاف رامینځته کړی خو دغه هڅې ناکامه شوی دی او شیعه او سنی علما په افغانستان کښې  د داعش ترهګرې ډلې او د سعودی عربستان د ال سعود رژیم کورنۍ ته د اړونده وهابی ډلو خوځښتونو ته متوجه دی .

د افغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند وحید مژده ټینګار وکړ د شیعه او سنی په شمول د هیواد علما د کلمې په وحدت سره توانیدلی دی په هیواد کښې د مسلمانانو پرضد د لویدیځو هیوادونو د دسیسو او د اختلاف او دنفاق د اچولو مخه ونیسی او داعش ترهګره ډله نن سبا په افغانستان کښې خپلو غوښتنو او هیلو ته د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د رسیدا لپاره  د دوې  یو(۱) اوزار دی خو د افغانستان خلک هوښیار دی او له هیواد څخه به د داعش ډلې ټغر ټول کړی .