په افغانستان کې سوله په عمومی غوښتنې بدله شوې ده...ویډیو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78686-په_افغانستان_کې_سوله_په_عمومی_غوښتنې_بدله_شوې_ده...ویډیو
په افغانستان کې دایران سفیر زیاته کړې ، اسلامی ایران په افغانستان کې دتل پاتې سولې له رامینځةکونې سره دمرستې لپاره بشپړتیار دی او په دې لاره کې به هیڅ هڅه هم ونه سپَمَوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2018 11:31 Asia/Kabul

په افغانستان کې دایران سفیر زیاته کړې ، اسلامی ایران په افغانستان کې دتل پاتې سولې له رامینځةکونې سره دمرستې لپاره بشپړتیار دی او په دې لاره کې به هیڅ هڅه هم ونه سپَمَوی .

زمونږخبریال راپور راکړ په افغانستان کې د اسلامی ایران   سفیر محمد رضا بهرامی په کابل کې د:سولې ځوان سفیران :نومې  سیمه  ایز کنفرانس کې  ووئیل ، دسولې او د دخبرواترو  اختیار باید  دافغانستان  حکومت او ولس ته وسپارل او  په دې باب د  افغانستان دحکومت  له  څوکلنو بریاؤ  استفاده وشی .

 محمد رضا بهرامی  ووئیل  په افغانستان کې جنګ  هیڅ پوځی حل لاره نه لری او دغه هیواد باید  نور  په بهرنیو شخړو او ترینګلتیاؤ کې ښکیل نشی  او  افغانستان ته دې د بهرنیو تاؤتریخوالو او  اختلافاتو  له ورغزولو ډده وشی .

په افغانستان کې  دایران سفیر  زیاته کړې ،  اسلامی ایران   په افغانستان کې  دتل پاتې سولې له رامینځةکونې سره  دمرستې لپاره بشپړتیار دی او  په دې لاره  کې به هیڅ هڅه هم ونه سپَمَوی .

 بهرامی وئیلی دی ، باید  په افغانستان کې د  بهرنیو عسکرو د شتون،د نشه ایزو موادو د تولید او تجارت  او دغه راز  د افراط پالو  او تاؤتریخجنو ډلو دفعالیتونو  د دوام په څیر موضوعګانې روښانه شی .

     په هغه  دوه ورځنی سیمه ایز کنفرانس کې ، چې  د ایران ،پاکستان  او تاجکستان د سولې ځوانو سفیرانو پکې شتون درلود،  په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامینځةکیدا  دلارو چارو  په پکې بحث او خبرې شوی دی .