ایوډین ولې دانسان لپاره ډیر ضروري دي ؟
Dec 10, 2018 08:04 Asia/Kabul
که چیرې ایوډین کم شي نو دانسان په جسمي او ذهني ډول معیوب هم کیدلای شي
زمونږ خبریال وايي ایوډین (IODINE) د انسان دهارمونونو په ودې کښې ډیر مهم رول لوبوي .
که چیرې ایوډین کم شي نو دانسان په جسمي او ذهني ډول معیوب هم کیدلای شي .
انسان ته له ویټامینز (VITAMINIS) او معدنیانو یعني مینرلز (MINERLAS) سره سره دایوډین ضرورت هم وي .
په یوه راپور کښې ویل شوي دي په امیندوارو ښځو کښې د ایوډین کمې د بچي دجسمي یا ذهني معیوب کیدا سبب کیدلای شي .
دخوراکي چارو کارپیژاند او ډاکټران وايي چې کوشش وکړې شي چې کبان وخورئ یا هغه مالګه استعمال کړه چې ایوډین پکښې شامل وي .
دایوډین دپوره کولو ترټولو اسانه او ارزانه حل لاره دایوډین لرونکي مالګې استعمالول دي .
ټیګونه