له افغانستانه هم امریکائی پوځیان وباسوو
له دې مخکې دامریکا ولسمشر ټرمب له سورئې او افغانستانه د امریکائی عسکرو د ویستلو په توجیه کې وئیلی وو، په دغو هیوادونو کې دامریکا پوځی شتون د واشنګټن په تاوان دی .
سی این این ټیلیویژنی چینل په امریکا کې دپوځی سرچینو له قوله راپور ورکړی ، د دغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ حکم ورکړی ، په افغانستان کې له امریکائی عسکرو د کابو اوو زرو عسکرو د ویستلو پلانونه دې پیل شی.
دغه خبری چینل ددې خبرې په کولو سره چې له افغانستانه دامریکائی عسکرو د ویستلو لپاره فیصله ، دسه شنبې په ورځې دسورئې په باب له ورته فیصلې سره په یووخت شوې ده ، راپور ورکړی ، د دغو عسکرو ویستل ممکنه ده څو میاشتې وخت واخلی .
څو ساعته مخکې وال سټریټ ژورنال خپرونې هم راپور ورکړی ؤ ، د ډونالډ ټرمپ حکومت په افغانستان کې له امریکائی عسکرو څو زره پرسنل وباسی.
دغې خپرونې د ویستونکو امریکائی عسکرو شمیر ته له اشارې پرته وئیلی دی ، چې د ټرمپ دغه فیصله ممکنه ده ترجنورۍ میاشت پورې اجرا شی .
له دې مخکې دامریکا ولسمشر ټرمب له سورئې او افغانستانه د امریکائی عسکرو د ویستلو په توجیه کې وئیلی وو،په دغو هیوادونوکې دامریکا پوځی شتون د واشنګټن په تاوان دی .