دخبرواترومیزته د افغانستان دطالبانوډلې دکاږلولپاره نوی سټراټژی غوره شوې
له دې مخکې هم د افغانستان چارواکو خبرداری ورکړی ؤ،که طالبانو ډله ددغه هیواد له حکومت سره دسولې خبرو ته غاړه کې نه ږدی،نو ددغې ډلې د وګړو په ضد به حملې او عملیات نوره هم زیات کړی .
ایرناخبری آژانس راپور رکړ،دافغانستان دفاع وزارت له طالبانو ډلې سره د مقابلې لپاره دنوی سټراټژۍ خبر ورکړی او وئیلی ئې دی،دغه سټراټژی د پوځی ځواک د مرګ ژوبلو پرکمیداسره بیره،دسولې دخبرواترو میزته د طالبانو دکاږلو لپاره اغیزمنه ده .
دافغانستان دفاع وزارت دطالبانوډلې د مشرانو په نښه کول د دغې نوی سټراټژۍ یو اصلی مورد وبالۀ .
دافغانستان د دفاع وزارت ویندوی غفودر احمد جاوید څه موده مخکې وئیلی وو، دطالبانو ډلې دمشرانو او د یوشمیر هغو سرغنو له منیځه وړل ، چې دسولې دخبرواترو په بهیر کې خار پار رامینځةکوی، له حکومت سره د سولې د خبرواترو دمنلو لپاره پر طالبانو یو ډول دباؤ زیاتول دی .
له دې مخکې هم د افغانستان چارواکو خبرداری ورکړی ؤ،که طالبانو ډله ددغه هیواد له حکومت سره دسولې خبرو ته غاړه کې نه ږدی،نو ددغې ډلې د وګړو په ضد به حملې او عملیات نوره هم زیات کړی .
داپه داسې حال کې دی ،چې طالبانو ډلې دافغانستان له حکومت سره خبرې اترې رد کړی دی .