په عربستان کې دافغانستان له حکومت سره هیڅ ډول خبرې نه لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79304-په_عربستان_کې_دافغانستان_له_حکومت_سره_هیڅ_ډول_خبرې_نه_لرو
دافغانستان په رسندویو کې په همداوروستیو شپو ورځو کې د پاکستانیو چارواکو له خوا راپورونه خپرۀ شوی وو، چې داسلام اباد چارواکو وئیلی دی ، د افغانستان د خکومت او طالبانو د غړو ترمینځ دخبرواترو لپاره زمینه برابره شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2018 02:29 Asia/Kabul
  • په عربستان کې دافغانستان له حکومت سره هیڅ ډول خبرې نه لرو

دافغانستان په رسندویو کې په همداوروستیو شپو ورځو کې د پاکستانیو چارواکو له خوا راپورونه خپرۀ شوی وو، چې داسلام اباد چارواکو وئیلی دی ، د افغانستان د خکومت او طالبانو د غړو ترمینځ دخبرواترو لپاره زمینه برابره شوې ده .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان دطالبانو یوه ویندوی  ذبیح ا.. مجاهد  پرون  دعربستان په جده کې په راتلونکی غونډې کې  دافغانستان  د حکومت د استازو او  د دغې ډلې د استازو  دلیدوکاتو  په باب   له موافقې سره   داړونده خپرو شوو خبرونو  په غبرګون کې وئیلی دی و دغه راپورونه  ناسم او پروپیګنډه ده .

  دافغانستان په رسندویو کې  په همداوروستیو شپو ورځو کې  د پاکستانیو چارواکو له خوا  راپورونه   خپرۀ شوی وو، چې داسلام اباد چارواکو  وئیلی دی ،  د افغانستان   د خکومت او طالبانو د غړو ترمینځ   دخبرواترو لپاره زمینه برابره شوې ده .

 دطالبانو ډلې دغه ویندوی همداراز  زیاته ک ړې ،  د افغانستان له حکومت سره د خبرواترو لپاره د طالبانو  اصلی شرط  له افغانستانه د امریکائی عسکر وتل دی .