په افغانستان کې د سولې دټینګیدو لپاره د ایران دهلوځلو هرکلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79383-په_افغانستان_کې_د_سولې_دټینګیدو_لپاره_د_ایران_دهلوځلو_هرکلی
په کابل کې دپوهنتون یو استاد عبدالطیف نظری استاد هم دافغانستان دسولې له بهیر سره په مرستې کې داسلامی ایران د رول په باب چې دهغه څرګندونې هم پارس ټوډې خبری سایټ خپرې کړی ، وائی ،په سیمې کې دیوه قدرتمند او اغیزشیندونکی هیواد په توګه اسلامی ایران ، تل په افغانستان کې دامنیتی حالاتو اوسیاسی ثبات په ښه کولو کې غوره رول لوبولی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 02, 2019 10:04 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د سولې دټینګیدو لپاره د ایران دهلوځلو هرکلی

په کابل کې دپوهنتون یو استاد عبدالطیف نظری استاد هم دافغانستان دسولې له بهیر سره په مرستې کې داسلامی ایران د رول په باب چې دهغه څرګندونې هم پارس ټوډې خبری سایټ خپرې کړی ، وائی ،په سیمې کې دیوه قدرتمند او اغیزشیندونکی هیواد په توګه اسلامی ایران ، تل په افغانستان کې دامنیتی حالاتو اوسیاسی ثبات په ښه کولو کې غوره رول لوبولی دی .

دافغانستان دملی وحدت حکومت  په دغه هیواد کې د  سولې دټینګیدو لپاره داسلامی ایران  د هلو ځلو  هرکلی وکړ .

 دافغانستان د  ملی  وحدت  حکومت  د اجرائی شورا دمشر مرستیال ویندوی فریدون خوزون  دطالبانو ډلې له لارې  د دغه هیواد دسولې په بهیر کې  دایران د هلو ځلو  په هرکلی سره وئیلی دی،تهران  دبین الافغانی خبرواترو دآسانتیاؤ لپاره  هڅه کوی  ..  هغه زیاته کړې،ایران  دافغانستان حکومت ته د سولې په بهیر کې  دخپلو هلو ځلو په باب  جزیات وړاندې کړی دی . 

 په افغانستان کې دسولې اوثبات له ټینګیدو سره دمرستې لپاره د افغانستان له حکومت سره دایران داسلامی جمهوریت ملګرتیا  کومه نوی موضوع نه ده ،ځکه دافغانستان له حکومت،ملی حاکمیت او خپلواکۍ  څخه ملاتړ داسلامی ایران   یو اصولی سیاست دی .

 دافغانستان دسیاسی چارو یوکار پوه  او شناندی ښاغلی وحید مژده  په دې باب   په یولړڅرګندونو کې چې  پارس ټوډې خبری سایټ هم خپرې کړی،  وئیلی دی ،دایران اسلامی جمهوریت  بې شکه ،  دافغانستان  د مشکلاتو په حل کې  یو رغنده رول لوبوی .  په دې اساس باید  دسولې  دخبرواترو په بهیر کې ورځینی  لازیاته مرسته واخستل شی .

 په کابل کې  دپوهنتون یو استاد  عبدالطیف نظری استاد هم  دافغانستان  دسولې  له بهیر سره  په مرستې کې  داسلامی ایران  د رول  په باب  چې دهغه څرګندونې هم  پارس ټوډې  خبری سایټ خپرې کړی ،   وائی ،په سیمې کې  دیوه قدرتمند او اغیزشیندونکی  هیواد په توګه   اسلامی ایران ، تل  په افغانستان کې  دامنیتی حالاتو اوسیاسی ثبات  په ښه کولو کې  غوره رول لوبولی دی .  دایران اسلامی جمهوریت او افغانستان  دامنیتی ، سیاسی  او کلتوری اړیکو  دپراختیا لپاره  کابل ته دایران د لوړپوړو  چارواکو وروستی سفرونه ډیر ګټه ور دی .

 په هرحال ،  دپام وړ ټکی ، له طالبانو ډلې  د افغانستان د  ولس  تمه  ده چې   دوی  ځانونه  یوه ملی ډله  ګڼی .  دا په دې معنا ده ، چې  دغه ډله  له حکومت او ولسی اورګانونو سره  په ملګرتیا سره   دافغانستان  له پرمختګ او بیا رغاونې  سره دمرستې لپاره هڅه وکړی . ځکه چې  دافغانستان ولس هم  له جنګه ستړی شوی دی  او اړتیا لری ، څو د دغه هیواد راتلونکی نسل  دافغانستان د وضعّت  دښه کولو لپاره  دامنیت په سیوری کې  وروزل شی ، څو ددغه هیوادپه راتلونکی کې لازیات په داخلی توانمنیو باندې په تکیې سره   له خپل ملی حاکمیّت  او خپلواکۍ دفاع کولی شی .