په کندهارکې دسولی لپاره دافغان میرمنودملی اجماع غونډه جوړه شوه
د ملی وحدت حکومت مشران د حکومت د پیل څخه تر نن ورځی پوری هڅه کوی، چی دنورو سکتورونو د پیاوړتیا تر څنګ د ښځو د حقوقو د خوندیتوب او ونډی اخیستلو په برخه کی هم د پام وړ هڅی وکړی، چی د یادی لړۍ څخه د هیواد د۲9 ولایتونو وروسته په لومړی ځل د سولی لپاره د افغان ښځو ملی اجماع په موخه په کندهار کی هم غونډه جوړه سوه.
په لومړی ځل په کندهار کې دسولی لپاره د افغان میرمنو د ملی اجماع غونډه جوړه شوه
زمونږخبریال دافغانستان له کندهاره راپور راکړ د هیواد په ۲۹ ولایتونو کی دسولې لپاره دهڅو په باب د ښځو غونډی جوړی سوی دی، چی دهغو په دوام کې دکندهار په غونډې کی هم د سولی پر تعریف، د سولی په وړاندی پرتی ستونزی، په سوله کی د ښځو د ونډې او د سولی په وړاندی د پرتو ستونزو په حل کی د ښځو پر رول بحث او وړاندیزونه وشول او له ښځو وغوښتل سول چی په سوله راوستلو کی ملګرتیا وکړی.د ملی وحدت حکومت مشران د حکومت د پیل څخه تر نن ورځی پوری هڅه کوی، چی دنورو سکتورونو د پیاوړتیا تر څنګ د ښځو د حقوقو د خوندیتوب او ونډی اخیستلو په برخه کی هم د پام وړ هڅی وکړی، چی د یادی لړۍ څخه د هیواد د۲9 ولایتونو وروسته په لومړی ځل د سولی لپاره د افغان ښځو ملی اجماع په موخه په کندهار کی هم غونډه جوړه سوه.
په غونډه کی د ولایت مقام مرستیال او سرپرست والی عبدالحنان منیب، د سولی شورا، ښځو چارو او ګڼ شمیر نورو سکتوری ادارو مسولینو او په سلګونو ښځینه فعالینو او برخوالو ګډون کړی وو.د غونډی په پیل کی مرستیال او سرپرست والی عبدالحنان منیب وویل، چی دسولی راوستلو په برخه کی باید ښځی خپل ږغ راپورته کړی او په خبره یې دسولی راوستلو په برخه کی د ښځو رول ډیر مهم او مسولیت لری. ښاغلی منیب د جمهور رئیس او لومړۍ میرمنی څخه ځانګړې مننه وکړل، چی کندهاری میرمنو ته یې د سولی راوستلو په برخه کی د دوی د ونډی اخیستلو په موخه زمینه مساعده کړی ده او د ټولو برخوالو څخه یې وغوښتل چی د سولی راوستلو په برخه کی خپل مسولیت ادا کړی او خپل شتون او موثریت په اثبات
ورسوی.
په غونډه کی د سولی عالی شورا دفتر استازی او د هیواد د لومړی میرمنی سلاکاری ډاکټر عایشه نورزی وویل، د سولی په برخه کی د ښځو ملی اجماع لومړی غونډه یې د کابل د امانی لیسی څخه راپیل کړې او دوی غواړی د سولی په برخه کی د ښځو ږغ نړۍ ته ورسوی تر څو نړی پوه سی چی تر هری طبقی ډیری ښځی د افغان جګړی قربانی ورکوی.اغلی نورزۍ وویل، د سولی په پار د ښځو خیمې درول، په کابل کی د ۳ زره دینی علماوو راټولیدل او د ورانی جګړی په وړاندی فتوا ورکول، په
اندونیزیا کی د علماوو او حرمین الشریفین د امامانو له لوری افغان جګړهد ناروا بلل هغه څه دی چی افغان جګړه ناروا کوی او میندی باید نور خپل اولادونه قانع کړی چی د دی ناروا جګړی لاس واخلی او سولی ته یی راوبولی.په غونډه کی د جنګ جګړو د ځانی او مالی زیانونو او ښځو ته یی د اړولو
زیانونو په اړه ترتیب سوی فلم هم وړاندی سو همدارنګه یوه تمثیلی پارچه هم وړاندی سول چی پکښی غوښتل سوی وه چی ښځی چی په جنګ کی ډیره قربانی ورکوی
باید خپل اواز اوچت کړی او نړی ته وښیی چی افغان میرمنی نور د خپلو اولادو قربانی نسی ورکولای او باید دا جګړه نوره ودرول سی.د غونډی په وروستیو کی د ښځو له لوری یو ګردی میز هم جوړ سوی وو چی پکښی د سولی پر تعریف، د سولی په وړاندی پرتی ستونزی، په سوله کی د ښځو ونډه ،د سولی لپاره د ښځو اواز راپورته کول او د سولی لپاره حل لاری او وړاندیزونه د ګردی میز د برخوالو او د غونډی د ګډونوالو له لوری تر بحث لاندی ونیول سول او د دایمی سولی لپاره بیلابیل نظریات شریک سول.