په کندهار کې دطالبانو په حملې کې یو شمیرافغان پوځیان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79387-په_کندهار_کې_دطالبانو_په_حملې_کې_یو_شمیرافغان_پوځیان_ووژل_شول
دا حملې په داسې حال کې شوې،چې په دغه هیواد کې د طالبانو او حکومتی استازو ترمینځ دخبرواترو له لارې دسولې دټینګیدا لپاره سیمه ایزې اونړیوالې هلې ځلې اوج ته په رسیدا دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 02, 2019 10:59 Asia/Kabul
  •   په کندهار کې  دطالبانو په حملې کې یو شمیرافغان پوځیان ووژل شول

دا حملې په داسې حال کې شوې،چې په دغه هیواد کې د طالبانو او حکومتی استازو ترمینځ دخبرواترو له لارې دسولې دټینګیدا لپاره سیمه ایزې اونړیوالې هلې ځلې اوج ته په رسیدا دی .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان امنیتی سرچینو نن په یوې اعلامیې کې وئیلی دی،د طالبانو وسلوالو کسانو  د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې  پر پوځی مرکز بریدکړی ، چې له امله ئې  پنځه  افغان پوځیان وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوی هم دی .

 دطالبانو یوه ویندوی  قاری یوسف احمدی هم دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی،دحملې په وخت  په دغه پوځی مرکز کې  څلویښت افغان پوځیان موجود وو،چې له هغوی پنځه دیرش مړه اوټپیان شوی دی .

داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان ددفاع وزارت هم  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دهیواد په بیلابیلو  ولایتونو کې ئې په پاکونکوعملیاتو کې په لسګونو وسلوال طالبان  وژلی او ټپیان  کړی دی .

 دا حملې په داسې حال کې شوې،چې  په دغه هیواد کې د طالبانو اوحکومتی  استازو ترمینځ دخبرواترو له لارې دسولې دټینګیدا لپاهر  سیمه ایزې اونړیوالې هلې ځلې  اوج   ته په رسیدا دی .