سیمه ایزه ملګرتیا اوتعامل په سیمې کې د سولې اوثبات یوازینۍلاره ده
دم ګړۍ د افغانستان دحکومت اوطالبانو ډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو دپیلولو لپاره سیمه ایزې اونړیوالې هلې ځلې ا وج ته په رسیدو دی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر مهدی هنردوست پرون مازدیګر په اسلام آباد کې دافغانستان له سفیر عاطف مشعل سره په کتنې کې د دوواړخیزو خوښې وړ موضوعګانو او همداراز په سیمه ایزو مسئلو بحث اوخبرې اترې وکړې .
مهدی هنردوست په دغې کتنې کې وئیلی دی ،ایران او افغانستان خپل ارتباطات لاپراخوی او له یوه بل سره ملګرتیاؤ ته هم دوام ورکوی .
په پاکستان کې دافغانستان سفیر هم په دغې کتنې کې دافغانستان دسولې په بهیر کې د ګاونډیو هیوادونو دغوره رول په هرکلی سره وئیلی دی ، دباثباته اوکرار افغانستان نه یوازې د دغه هیواد دولس لپاره به بلکې ددرستې سیمې لپاره هم لازم دی ، په همدې خاطر پر ګاونډیو هیوادونو لازمه ده چې دافغانستان دسولې په بهیر کې دې پخپلو دندو عمل وکړی او په دې اړه دې له افغان حکومت اوولس سره مرسته وکړی .
دم ګړۍ د افغانستان دحکومت اوطالبانو ډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو دپیلولو لپاره سیمه ایزې اونړیوالې هلې ځلې ا وج ته په رسیدو دی .