سیمه ایزه ملګرتیا اوتعامل په سیمې کې د سولې اوثبات یوازینۍلاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79426-سیمه_ایزه_ملګرتیا_اوتعامل_په_سیمې_کې_د_سولې_اوثبات_یوازینۍلاره_ده
دم ګړۍ د افغانستان دحکومت اوطالبانو ډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو دپیلولو لپاره سیمه ایزې اونړیوالې هلې ځلې ا وج ته په رسیدو دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 04, 2019 01:46 Asia/Kabul
  • سیمه ایزه ملګرتیا اوتعامل  په سیمې کې د سولې اوثبات یوازینۍلاره ده

دم ګړۍ د افغانستان دحکومت اوطالبانو ډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو دپیلولو لپاره سیمه ایزې اونړیوالې هلې ځلې ا وج ته په رسیدو دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  په پاکستان کې داسلامی ایران  سفیر مهدی هنردوست پرون   مازدیګر په اسلام آباد کې دافغانستان له سفیر  عاطف مشعل  سره  په کتنې کې  د دوواړخیزو خوښې وړ  موضوعګانو او  همداراز په سیمه  ایزو  مسئلو بحث اوخبرې اترې وکړې .

  مهدی هنردوست په  دغې کتنې کې  وئیلی دی ،ایران او افغانستان  خپل ارتباطات لاپراخوی او  له یوه بل سره  ملګرتیاؤ ته هم دوام ورکوی .

په پاکستان کې  دافغانستان سفیر هم په دغې کتنې کې دافغانستان دسولې په بهیر کې د ګاونډیو هیوادونو دغوره رول  په هرکلی سره  وئیلی دی ، دباثباته  اوکرار افغانستان  نه یوازې د دغه هیواد دولس لپاره به بلکې  ددرستې سیمې  لپاره هم  لازم دی ، په همدې خاطر پر ګاونډیو هیوادونو لازمه ده چې   دافغانستان دسولې  په بهیر کې دې  پخپلو دندو عمل وکړی او  په دې اړه دې له افغان حکومت اوولس سره مرسته وکړی .

دم ګړۍ   د افغانستان  دحکومت اوطالبانو ډلې  ترمینځ  دسولې دخبرواترو  دپیلولو لپاره  سیمه ایزې اونړیوالې هلې ځلې ا وج ته په رسیدو دی .