له طالبانو سره د خبرواترو لپاره د افغانستان شرطونه منطقي دي
یو افغان کارپوه وویل: په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره له طالبانو سره په هر ډول خبرواترو کښې د دغه هیواد د استازو د شتون لپاره د حکومت شرط بیخي منطقي دی.
وحید ظهوري حسیني زمونږ خبریال ته په مرکه کښې څرګنده کړه: له طالبانو سره خبرې اترې او د افغانستان د صلحې د عالي شورا په چوکاټ کښې چې کوم مذاکرات کیږي، په حالاتو پورې شرطمن دي.
هغه زیاته کړه: دا چې له طالب ډلې سره په وروستیو خبرواترو کښې د افغانستان حکومت په غیرمستقیمه توګه خبرول کیږي، غیراصولي دي او د افغانستان د حکومت او د صلحې د عالي شورا ستونزې لازیاتوي.
وحید ظهوري حسیني همداشان وویل: له دې مخکښې چې کومې خبرې اترې په مختلفو هیوادونو کښې له طالبانو سره شوې دي، د امریکې په غږملتیا او د هغې د ځینو پلوي او د طالبانو د ملاتړو هیوادونو په شتون سره وې او د افغانستان حکومت پکښې هیڅ رول نه درلود.
یاده دې وي چې د افغانستان ولسي جرګې وړمه ورځ د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره ویلي دي چې د افغانستان د حکومت شتون او ګډون باید له طالبانو سره د سیمې د هیوادونو او امریکې د خبرواترو د دوام بنیادي شرط وي.