دطالبانواو امریکایانوداختلافاتو له امله دقطر غونډه لغوه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79546-دطالبانواو_امریکایانوداختلافاتو_له_امله_دقطر_غونډه_لغوه_شوې
د طالبانو ویاند ذبیح‌ا.... مجاهد مخکې ویلی وو چې دواړو لورو تر اوسه د دې خبرو پر تخنیکی جزئیاتو کار کوی او د خبرو لپاره واضح ایجنډا هم نه‌ده برابره شوې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 09, 2019 01:26 Asia/Kabul
  • دطالبانواو امریکایانوداختلافاتو له امله دقطر غونډه لغوه شوې

د طالبانو ویاند ذبیح‌ا.... مجاهد مخکې ویلی وو چې دواړو لورو تر اوسه د دې خبرو پر تخنیکی جزئیاتو کار کوی او د خبرو لپاره واضح ایجنډا هم نه‌ده برابره شوې .

زمونږ خبریال دخبروسرچینو له قوله راپورراکړ  دافغانستان دد طالبانوځینو مسئولانو روېټرز خبری اژانس ته په قطر کې د دې غونډې د لغوه کېدو په اړه ویلی ،له امریکایی چارواکو سره‌یې د سولې په اړه خبرې ځکه لغوه کړې چې د ایجنډا د موضوعګانو په اړه په تېره بیا په دې خبرو کې د افغان چارواکو د ګډون، د احتمالی اوربند د اعلانولو او د بندیانو د تبادلې په اړه، دواړو لورو اختلافات درلودل.

ټاکل شوې وه چې نن او سبا  په قطر کې  دطالبانو ډلې  او  امریکائی استازو ترمینځ   د افغانستان د سولې په باب د هغو  خبرو ته دوام ورکړی چې دواړو لورو په مخکنۍ غونډه کې پرې خبرې کړې وې.

د طالبانو یوې سرچینې روېټرز ته ویلی چې امریکائی چارواکو ټینګار کاوه ،طالبان دې په قطر کې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوری، دغه‌راز دواړو لورو هم په روان ۲۰۱۹ کال کې د یوه احتمالی اوربند د اعلانولو پر موضوع  هم  اختلاف درلود، نو همدې اختلافاتو له امله دغه غونډه هم وځنډول شوه .

د طالبانو ویاند ذبیح‌ا.... مجاهد مخکې ویلی وو چې دواړو لورو تر اوسه د دې خبرو پر تخنیکی جزئیاتو کار کوی او د خبرو لپاره واضح ایجنډا هم نه‌ده  برابره شوې  .