له طالبانو سره په خبروکې دکابل حکومت ځای یوهیوادهم نه شی نیولی
په همداوروستیو میاشتو کې روسیې ،امریکا ، پاکستان او ځینو عربو هیوادونو دافغانستان له حکومت سره له غږملتیا پرته په کرتو دطالبانو له استازو سره کتنه اوخبرې اترې کړی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان د ملی وحدت حکومت دا جرائی شورا دمشر ویندوی فریدون خوزون بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره ، له طالبانو ډلې سره د امریکا ،پاکستان اوځینو عربو هیوادونو له غږملتیا پرته غونډو جوړیدا ته په ا شارې او په دغو خبرواترو کې د کابل حکومت باندې په سترګو پټولو کې پر امریکا په سختو نیوکوسره وئیلی دی ، یو هیواد هم له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرواترو کې دافغانستان دحکومت جانشین نشی کیدلی .
دعبدا...عبدا... ویندوی زیاته کړې ، له طالبانو ډلې سره د هرډول احتمالی موافقط په باب دفیصلې حق یوازې دافغانستان ولس لری .
فریدون خوزون روښانه کړې ، دافغانستان حکومت د ګاونډیو هیوادونو هڅې چې په دغه هیواد کې د سولې دټینګیدا لامل کیږی ،هرکلی کوی .
په همداوروستیو میاشتو کې روسیې ،امریکا ، پاکستان او ځینو عربو هیوادونو دافغانستان له حکومت سره له غږملتیا پرته په کرتو دطالبانو له استازو سره کتنه اوخبرې اترې کړی دی .
ځینو طالبانو تیره اونۍ دافغانستان د سولې دبهیر په باب له ایرانیو چارواکو سره د خبرواترو لپاره تهران ته هم سفر راکړی ،خو ا یران دنورو هیوادونو په خلاف چې دافغانستان حکومت ئې څنډې ته کړی ،دافغانستان حکومت ته د دغو خبرواترو دجزیاتو په وړاندې کولو سره وئیلی دی ، دکابل حکومت له طالبانو سره دتهران له ټولو تماسونو خبر دی .