له امریکا سره د طالبانو غونډه لغوه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79579-له_امریکا_سره_د_طالبانو_غونډه_لغوه_شوه
زمونږ خبریال وایی دافغانستان طالبانو وویل په دې دلیل چې له امریکا سره ددغه ډلې دغړیو د غونډی د بحث وړ موضوع بدله شوی ده په قطر کښې یې پرون د واشنګټن له استازیو سره خپله غونډه لغوه کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2019 02:52 Asia/Kabul
  • له دې مخکې ټاکل شوي وه چې د افغانستان دحکومت پلاوي په ګډون سره دطالبانو دسولې خبرې اترې دعربستان په جدې کښې وشي .
    له دې مخکې ټاکل شوي وه چې د افغانستان دحکومت پلاوي په ګډون سره دطالبانو دسولې خبرې اترې دعربستان په جدې کښې وشي .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان طالبانو وویل په دې دلیل چې له امریکا سره ددغه ډلې دغړیو د غونډی د بحث وړ موضوع بدله شوی ده په قطر کښې یې پرون د واشنګټن له استازیو سره خپله غونډه لغوه کړه .

له دې مخکې ټاکل شوی وه چې د افغانستان دحکومت پلاوی په ګډون سره دطالبانو دسولې خبرې اترې دعربستان په جدې کښې وشی خو دغه ډلې د کابل له استازیو سره  له خبرو اترو د ډډه کولو په خاطر په دغه غونډې کښې ګډون کول ونه منل او د قطر له غونډې سره یې موافقت کړی وو .

دافغانستان د سولې دخبرو اترو بهیر د تیر میلادی کال ددسمبر په څلورمه(۴) نیټه اسلام اباد ته د افغانستان په چارو کښې دامریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په ورتلو سره نوی پړاوته ننوتلی وو .