سوله اوخبرې اترې دافغانستان دشخړې یوازینۍ حل لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79708-سوله_اوخبرې_اترې_دافغانستان_دشخړې_یوازینۍ_حل_لاره_ده
عمران خان پرون په اسلام اباد کې دامریکا له پخوانی سفیر کامرون مونټر سره په کتنې کې د افغانستان دسولې دخبرواترو له بهیره دپاکستان په بشپړ ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 16, 2019 03:13 Asia/Kabul
  • سوله اوخبرې اترې دافغانستان دشخړې یوازینۍ حل لاره ده

عمران خان پرون په اسلام اباد کې دامریکا له پخوانی سفیر کامرون مونټر سره په کتنې کې د افغانستان دسولې دخبرواترو له بهیره دپاکستان په بشپړ ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان لومړی وزیر عمران خان   په افغانستان کې  دجنګ جګړو دختمولو لپاره  له سیاسی حل لارې داسلام اباد دملاتړ په اعلانولو سره وئیلی دی ،  په دغه هیواد کې د جنګ اوشخړو دپای یوازینه لاره  خبرې اترې دی .

 عمران خان  پرون   په  اسلام اباد کې دامریکا له پخوانی  سفیر کامرون مونټر  سره په کتنې کې  د افغانستان دسولې دخبرواترو له بهیره دپاکستان په بشپړ ملاتړ  یو ځل بیا ټینګار وکړ .

 وئیل کیږی ، په دغو خبرو اترو کې  د دوواړخیزو  اړیکو او دغه راز پر سیمه ایزو اونړیوالو  موضوعګانو هم خبرې اترې شوی دی .

ټاکل شوې وه چې  دافغانستان  دسولې په چارو کې امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم پرون  اسلام اباد ته ورشی خو دنامعلومو  دلیلونو په علت دغه سفر تر نن پورې ځنډول شوی دی .

 د پاکستان  خارجه وزیر شاه محمود قریشی هم له دې مخکې ډاډ ورکړی ، چې داسلام اباد حکومت   دافغانستان دجنګ اووینې بهیدا  دختمولو لپاره د افغانستان له ولس سره  دمرستې لپاره   درست لازم اقدامات او مرستو ته دوام ورکوی .