د افغانستان صلحې عالي شورا طالبانو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79745-د_افغانستان_صلحې_عالي_شورا_طالبانو_ته_خبرداری_ورکړ
د افغانستان د صلحې عالي شورا له امریکې سره د صلحې د خبرواترو د بندولو په هکله د طالبانو خبرداری یو ډول امتیاز غوښتنه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2019 04:06 Asia/Kabul
  • د افغانستان صلحې عالي شورا طالبانو ته خبرداری ورکړ

د افغانستان د صلحې عالي شورا له امریکې سره د صلحې د خبرواترو د بندولو په هکله د طالبانو خبرداری یو ډول امتیاز غوښتنه وبلله.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې له امریکې سره د صلحې د خبرواترو د بندولو په هکله د افغانستان حکومت ته د طالب ډلې له پروني خبرداري وروسته، د دغه هیواد د صلحې د عالي شورا مرستیال ویاند اسد ا... زائري دغه خبرداری د دغې ډلې لخوا د لازیاتو امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه وبلله.

زائري وویل چې دا خبره د ډیرو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره پر مقابل لوري د دباؤ اچولو په موخه مطرح شوې ده او دا ډول خبرداري د افغانستان د حکومت لپاره لانجمنونکي او اندیښمنونکي نه دي.