د افغانستان صلحې عالي شورا طالبانو ته خبرداری ورکړ
Jan 18, 2019 04:06 Asia/Kabul
د افغانستان د صلحې عالي شورا له امریکې سره د صلحې د خبرواترو د بندولو په هکله د طالبانو خبرداری یو ډول امتیاز غوښتنه وبلله.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې له امریکې سره د صلحې د خبرواترو د بندولو په هکله د افغانستان حکومت ته د طالب ډلې له پروني خبرداري وروسته، د دغه هیواد د صلحې د عالي شورا مرستیال ویاند اسد ا... زائري دغه خبرداری د دغې ډلې لخوا د لازیاتو امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه وبلله.
زائري وویل چې دا خبره د ډیرو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره پر مقابل لوري د دباؤ اچولو په موخه مطرح شوې ده او دا ډول خبرداري د افغانستان د حکومت لپاره لانجمنونکي او اندیښمنونکي نه دي.
ټیګونه