اروپا اتحادیه د افغانستان دسولې دبشپړتیا ملاتړ کوی
دافغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره د دغه هیواد دسولې په پروسې کې مرکزی اومهم رول لوبولی شی.او اروپائې اتحادیه د دغو خبرواترو هراړخیز ملاتړ کوی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ د افغانستان دملی امنیت دشورا دفتر د یوې خبرتیا په خپرولو سره په کابل کې د افغان حکومت د چارواکو او اروپائی اتحادئې د استازو ترمینځ دغوندې دترسره کید ا خبر ورکړ .
راپور ښئ دغه غونډه پرون ناوخته د افغانستان د ملی امنیت دسلاکار حمدا.. محب او د افغانستان په چارو کې داروپائی اتحادئې دځانړی استازی رولانډ کوبیا ترمینځ شوی ده .
په دغې غونډې دواړو لورو د افغانستان د سولې دبهیر په باب دخبرواترو په ترڅ کې وئیلی دی ، دافغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره د دغه هیواد دسولې په پروسې کې مرکزی اومهم رول لوبولی شی . او اروپائې اتحادیه د دغو خبرواترو هراړخیز ملاتړ کوی .