اروپا اتحادیه د افغانستان دسولې دبشپړتیا ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79879-اروپا_اتحادیه_د_افغانستان_دسولې_دبشپړتیا_ملاتړ_کوی
دافغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره د دغه هیواد دسولې په پروسې کې مرکزی اومهم رول لوبولی شی.او اروپائې اتحادیه د دغو خبرواترو هراړخیز ملاتړ کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 24, 2019 09:40 Asia/Kabul
  • اروپا اتحادیه د افغانستان دسولې دبشپړتیا ملاتړ کوی

دافغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره د دغه هیواد دسولې په پروسې کې مرکزی اومهم رول لوبولی شی.او اروپائې اتحادیه د دغو خبرواترو هراړخیز ملاتړ کوی .

زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  د افغانستان دملی امنیت دشورا دفتر  د یوې خبرتیا په خپرولو سره  په کابل کې  د افغان حکومت د چارواکو او اروپائی اتحادئې د استازو ترمینځ  دغوندې دترسره کید ا خبر  ورکړ .

 راپور ښئ دغه غونډه پرون ناوخته  د افغانستان د ملی امنیت دسلاکار حمدا.. محب  او د افغانستان په چارو کې  داروپائی اتحادئې دځانړی استازی  رولانډ کوبیا ترمینځ  شوی ده .

 په دغې غونډې دواړو لورو  د افغانستان د سولې  دبهیر په باب   دخبرواترو په ترڅ کې وئیلی دی ، دافغانستان حکومت   له طالبانو ډلې سره د دغه هیواد دسولې  په پروسې کې   مرکزی اومهم رول لوبولی شی . او اروپائې  اتحادیه د  دغو خبرواترو هراړخیز ملاتړ کوی .