دامریکایانو اوطالبانو ډلې ترمینځ خبرې اترې په نهائی کیدا دی
په پنجشنبې ورځې په دوحې کې دامریکا ئی او طالبانو ډلې داستازو ترمینځ خبرو اترو پرمختګ کړی او ممکنه ده نن د دواړو لورو له خوا دروانو خبرو اترو دبریالیتوب په اړه مهمه اعلامیه خپره شی.
دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا...مجاهد تهران ریډیو ته په یوه لنډه خبرپاڼه کې وئیلی دی ، دطالبانو درهبرۍ له خوا ملا عبدالغنی برادر په سیاسی چارو کی د مشرتابه مرستیال او طالبانو د سیاسی دفتر د مشرپه توګه ټاکل شوی دی .
هغه وئیلی دی ،دغه ګام له امریکائی لوری سره د روانو خبرواترو د پروسې د لاپیاوړی کولو او په لا ښه توګه د ترسره کولو په خاطر پورته کړی شوی او په دغې ګمارنې سره به دهغوی په دریځ کې هیڅ بدلون رانشی او له امریکایانو سره به خبرې دوام ولری .
داپه داسې حال کې دی چې کره خبری سرچینو وئیلی دی ، په پنجشنبې ورځې په دوحې کې دامریکا ئی او طالبانو ډلې داستازو ترمینځ خبرو اترو پرمختګ کړی او ممکنه ده نن د دواړو لورو له خوا دروانو خبرو اترو دبریالیتوب په اړه مهمه اعلامیه خپره شی.
زمونږخبریال هم راپور راکړی دواړو لورو په ځینو موردونو سره موافقه کړې ده او دخبرواترو نهائی کیدا رانزدې شوی ده .
له دې سره په یووخت د افغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې چې په قطر کې روانې خبرې اترې دبین الافغانی خبرواترو پیلامه ده او ښې پایلې درلودلی شی .
له دې سره په یووخت د افغانستان د سولې دعالی شورا ویندوی سید احسان طاهری هم دغو خبرواترو ته دهیلې په ښودلو سره وئیلی دی ، د دوحې خبرې اترې بین الافغانی خبرواترو ته لاره هواروی او نور افغان ولس له دغو ترینګلتیاؤ او شخړو ستړی شوی دی او دا خبره طالبانو هم احساس کړې ده ،په همدې خاطر ممکنه ده ډیر زر دافغانستان شخړه دخبرواترو له لارې هواره شی
ځینو سرچینو وئیلی په قطر کې دطالبانو دوو اړونده مسئولانو چې له نامې ښودلو ئې ډډه کړې وئیلی دی ، خبرې اترې یوازې د دوو ورځو لپاره ټاکل شوې وې ،خو دد غو خبرو اوږدیدل مثبته نښه ده او ممکنه ده نن یعنی د جمعې ورځې تر وروستیو پورې کومه نهائی فیصله وشی .
په عین حال کې د قطر په دوحې د امریکائی او طالب استازو ترمینځ د خبرواترو په څلورمه ورځ کلی جزیات نه دی خپرۀ شوی ،خو ځینو سرچینو وئیلی دی ، له افغانستانه د امریکائی عسکرو د وتلو او دغه راز د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو په خلاف د ترهه ګرو اقداماتو دنه کیدا په باب اړه ځینی مثبتې نښې نښانې رابرسیره شوی دی چې دواړو لورو ورسره موافقه کړې ده .
داپه داسې حال دی چې دطالبانو یوه لوړپوړی مسئول فرانس پریس آژنس ته وئیلی دی ،ممکنه ده د دواړو لورو ترمینځ دجمعې په ورځ ګډه اعلامیه خپره شی .